ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د براون پوهنتون د څېړنې له مخې، د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې، د غزې جګړې له پیل څخه امریکا لږ تر لږه ۲۱.۷ ملیارد ډالره پوځي مرستې صهیونیسټي رژیم ته ورکړې چې ۱۷.۹ ملیارد ډالر ئې په لومړي کال کې او ۳.۸ ملیارد ډالر په دویم کال کې دي. سربېره پر دې،کابو ۱۰ ملیارد ډالر نور هم د منځني ختیځ دختیخي ساحې د امنیتي عملیاتو لپاره لګول شوي دي.
دا راپور چې د براؤن پوهنتون د واټسن انسټیټیوټ د "د جګړې لګښتونه" نومې له پراجیکټ څخه خپور شوی دی، ټینګار کوي چې اسراییلو پرته له دې پراخو مرستو په غزه کې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام نه شو ورکولاي . اسناد ښئي چې یوازې د جګړې په لومړیو ۱۰ ورځو کې، د وسلو پنځه لوئې تسلیحاتي جوپې لع امریکا اسراییلو ته رسېدلې دي.
د پارس ټوډی راپور چې (ایسنا خبری آژانس څخه نقل شوی لیکي، د جو بایدن حکومت د ځانګړو صلاحیتونو په کارولو سره دوه ځله د کانګرس د نظارت پروسې مسئولانو ته دوکه ورکړه او په دغو مرستو کې چې پکې د ټانکونو د ۱۴ زره میرميو پلور ۱۰۶.۵ ملیون ډالرو په ارزښت او نورې وسلې ۱۴۷.۵ ملیون ډالرو په ارزښت اسرائيلو ته ورکړې.
دا په داسې حال کې دي چې سپیني ماڼئ او پېنټاګون د دې په اړه د روښانه کونو غوښتنو ته ځواب نه ورکوي. څېړاند خبرداری ورکوي چې نوره په ملیارډونو ډالري اضافي مرستې به هم راتلونکي کې اسراییلو ته ورکړل شي.
https://parstoday.ir/fa/world-i24402